طالبان: د سرې میاشتې ټولنه دې کابل کې 'سوالګر' تثبیت او مرستې وکړي

ارشیف، په یوه واټ کې یو تن سوالګر

د طالبانو حکومت وايي، د سرې میاشتې ټولنې ته یې په کابل کې د سوالګرو د تثبیت او مرستې دنده وسپارله.

د طالبانو د پرونۍ اعلامیې له مخې دا پرېکړه د کابینې په لسمه غونډه کې وشوه چې مشري یې د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند کوله.

د اعلامیې له مخې، سرې میاشتې ته دنده سپارل شوې چې د سوالګرو د ځای، خوراک، پوښاک، دارو درملو د برابرولو او د هغوی د پاللو لپاره ریاست الوزرا ته خپل راپور وړاندې کړي.

په وروستیو کې د بې وزلۍ له پراخېدو سره جوخت د جرمونو د زیاتېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

په همدې حال کې د نیمروز امنیتي چارواکو ویلي چې پرون سې شنبه ۱۲ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.