بلېنکن له افغانستانه د خلکو د راایستلو د چارو له استازو مننه وکړه

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیرانتوني بلېنکن 

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغانستانه د خلکو د راایستلو د چارو له فداکارو استازو یې د دوی د جدي هڅو له کبله مننه وکړه.

انتوني بلېنکن پرون سې شنبه(د لړم ۲۵مه) په ټویټر کې لیکلي چې له افغان دوستانو او متحدانو سره یې د شان وان ډایور (Shawn VanDiver) او د هغه د همکارانو د ژمنتیا له کبله د ډایور صمیمانه مننه کړې ده.

په هغه عکس کې چې ښاغلي بلېنکن خپور کړی، له دغو کسانو سره په انلاین بڼه خبرې شوي او په دغو خبرو کې ژمنه شوې چې د خلکو د راایستلو چارې به دوام کوي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اګسټ میاشتې له نیمايي د قطر له لارې یو لک او ۲۴ زره کسان له افغانستانه ایستل شوي دي.

خو لا هم زرګونه نور هغه افغانان چې له امریکایانو سره يې په مستقیم او غیرمستقیم ډول کار کړی له افغانستانه د وتلو په تمه دي.