ارمنستان اذربایجان سره د مسکو په منځګړیتوب پر اوربند موافقه کړې

د ارمنستان او د اذربایجان ترمنځ ګډه پوله

ارمنستان اعلان کړی چې له اذربایجان سره یې د مسکو په منځګړیتوب پر اوربند موافقه کړې ده.

پرون سې شنبه (د لړم ۲۵مه) له دې مخکې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ سرحد په اوږدو کې د کړکېچ له زیاتېدو وروسته ارمنستان د دې کړکېچ په کمولو کې له روسیې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

د ارمنستان دفاع وزارت پرون ماښام په یوه بیان کې خبر ورکړ چې د دې هېواد په ختیځ سرحد کې د روسیې په مرسته اوربند ټینګ شو.

په بیان کې راغلي چې په دې سیمه کې په پرونیو نښتو کې لږ تر لږه یو ارمنی عسکر ووژل شو، خو په مخکنیو راپورونو کې د ارمنستان لوري ته د ۱۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.

ارمنستان او اذربایجان دواړو یو بل د تازه حملو په پیل تورن کړي دي.

د دې دوو هېوادونو ترمنځ د ناګورنو قره باغ د لانجمنې سیمې پر سر وسله والې نښتو نژدې یو کال مخکې یوځل بیا زور واخېست او د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند له نافذېدو وروسته دا جګړه بنده شوه.