د روسیې او ایران ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

کرملېن وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره په ټیلیفون د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د روسیې تاس خبري اژانس د راپور له مخې د دواړو مشرانو له خبرو وروسته د کرملېن مطبوعاتي دفتر وویل چې پوتین او رئیسي په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې د خپل رول پر چمتووالي ټینګار وکړ.

د روسیې او ایران ولسمشران داسې مهال د افغانستان په اړه خبرې کوي چې دواړو هېوادونو په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې هېواد روان وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړې.

مسکو او تهران چې مخکې یې له طالبانو سره نږدې اړیکې درلودې، له طالبانو غوښتي یو ټول‌شموله حکومت دې جوړ کړي.