د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا چهارشنبه(د لړم ۲۶مه) د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولی دفتر یوناما په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې به چې د کابل پر وخت سبا د شپې په ۱۲ نیمو جوړیږي، د دې هېواد روان وضعیت وڅیړل شي.

د امنیت شورا دې غونډې ته به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازي او د یوناما مشره ډیبرا لاینز د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې مهال د افغانستان وضعیت څېړي چې د ملګروملتونو مرستندویه ادارې هڅې کوي افغانستان کې میلیونونو کسانو ته چې د ژمي په رارسېدو سره خوړو او نورو اړینو موادو ته سخته اړتیا لري، مرستې ورسوي.

د خوړو نړیوال پروګرام«WFP» ویلي، شااوخوا ۹۵ سلنه افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نه لري او له دې ډلې نژدې نهه میلیونه وګړي یې له قحطۍ سره مخامخ دي.