د افغانستان بانک نن د افغانيو د ثبات ساتلو په موخه لس میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه اقدام د افغانيو د ارزښت د لوړولو په هدف ترسره کېږي.
د افغانستان بانک په داسې حال کې دا اقدام کوي چې تېره ورځ د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په ۹۳ افغانیو پلورل کېده.
د راپورونو له مخې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ټېټېدو سره بازارونو کې د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي دي.