د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه پر بلاروس د بندیزونو یوه نوې لړۍ اعلانوي

(ښی-کین) د بلاروس او د اروپايي ټولنې بیرغونه

ټاکل شوې د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران پر بلاروس د بندیزونو یوه نوې لړۍ اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپایي ټولنې په ختیځ سرحد او بلاروس ترمنځ پوله کې د کډوالۍ ناورین جدي شوی دی.

د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې جرګه کېږي او ویل کېږي چې د بلاروس پر واکمن الکساندر لوکاشینکا، هوایي کرښو، د سفر په خدماتي پرسونل او نورو یو شمېر کسانو بندیزونه ولګوي.

دا مهال د منځني ختیځ، افریقا او افغانستان زرګونه کسان د بلاروس او د پولنډ په ګډون د اروپایي ټولنې د درېیو هېوادونو په پولو کې دېره شوي او د یخې هوا له کبله سختې شپې ورځې ګالي.