د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د پاسپورټ ۶۰ تنه جعلکاران او کمېشنکاران یې نیولي دي.
د دغه وزارت ویاند سعید خوستي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا کسان د دوی د کورني امنیت لهخوا پېژندل او نیول شوي چې په خبرهیې د پاسپورټ ریاست کارکوونکي هم پهکې شامل دي.
خوستی وایي، نیول شویو کې ځیني داسې هم شته چې د طالبانو په نومیې جعلي اخطارنامې جوړولې.
طالبانو وړمه ورځ په ۷ ولایتونو کې هم د پاسپورټ وېش پيل کړ، خو سره له دې هم په کابل کې پر دې ریاست ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده او په ورځو ورځو خلکو ته نوبت نهور رسېږي.