طالبان وایي چې کندهار ښار کې یې د داعش پر یوه پټن‌ځای عملیات کړي

ارشيف، کندهار کې يو شمېر وسله‌وال طالبان

په کندهار کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي چې د ښار په څلورمه حوزه کې یې د داعش پر یوه پټن‌ځای عملیات کړي دي.

کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال او د اطلاعاتو امر شمس‌الله صمیم ازادي راډيو سره خبرو کې دا بریالي عملیات وبلل.

ښاغلی صميم زياتوي: "د اسلامي امارت امنیتي او کشفي ځواکونو تېره شپه کندهار ښار کې د داعشي فتنه‌ګرو پر پټن‌ځای عملیات ترسره کړل، پایله کې ۸ داعشیان ژوندي ونیول شول او ۴ نور ووژل شول."

عیني شاهدانو ازادي راډيو ته ویلي چې پر داعش د عملیاتو پر مهال‌یې د چاودنې غږ هم اورېدلی دی.

د طالبانو یوې بلې سرچینې بیا ویلي، د عملیاتو پر مهال د داعش یوه ځانمرګي بریدګر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.