سیګار: د منځنۍ اسیا هېوادونه کولای شي پر افغانانو خپله برېښنا بنده کړي

ارشيف، کابل کې د وارداتي برېښنا يوه پايه

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرپلټونکي اداره سیګار وایي، د منځنۍ اسیا هېوادونه کولای شي پر افغانانو خپله برېښنا بنده کړي.

سیګار نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت ګاونډیو هېوادونو ته د برېښنا پیسې نه‌دي ورکړي.

سیګار خبرداری ورکړی چې اوسنیو تړونونو ته په پام، د برېښنا صادروونکو هېوادونو ته د پیسو د نه‌ورکړې له کبله خپله برېښنا بندولی شي.

د افغانستان وارداتي برېښنا تر ډېره د منځنۍ اسیا له دوو هېوادونو ازبکستان او ترکمنستان څخه تأمینېږي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د برېښنا شرکت نوی نظر راواخلو، خو سملاسي چا په دې اړه ځواب رانه‌کړ.

له دې وړاندې برېښنا شرکت ویلي و، د هغو خلکو د برېښنا مزي پرې کوي چې د برېښنا بلونه نه‌تحویلوي.

یو شمېر افغانانو بیا ویلي، تر ډېره د روانې بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له کبله نه‌شي کولای د برېښنا بلونه ورکړي.