د صنعت کارانو ټولنه: د ۶۰ سلنه تولیدي کارخونو کارونه کم یا په ټپه درېدلي

په پکتیکا کې فابریکه

د افغانستان د صنعت‌کارانو ټولنه وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې د ۶۰ سلنه تولیدي کارخونو کارونه کم شوي یا په ټپه درېدلي دي.

د دې ټولنې مشر عبدالجبار صافي نن دوشنبه (د لړم په ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له واکمنېدو سره بانکي ستونزو د ټول هېواد په کچه د صنعتي فابریکو په فعالیتونو منفي تأثیر کړی دی.

ښاغلی صافی وايي، د پیسو د نشتوالي له امله د فابریکو مسؤلان نه‌شي کولای خام مواد وارد کړي، له همدې امله فابریکې یا تړل شوي او یا یې هم فعالیتونه کم شوي دي چې له دې سره د دې فابریکو ډېر کارکوونکي هم وزګاره شوي دي.

د ښاغلي صافي په وینا که دا ستونزې حل نه‌شي، ډېرې نورې فابریکې به هم وتړل شي.

د ښاغلي صافي د معلوماتو پر بنسټ، ۴ زره تولیدي فابریکو په ټول افغانستان کې فعالیت کاوه چې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان په‌کې په کار مصروف وو چې اوس ډېرې یې تړل شوې دي.