امریکا کیوبا د ډارونې د تاکتیکونو له امله وغندله

ارشیف؛ کیوبا کې لاریون

د امریکا متحده ایالاتو، کیوبا د هغه څه له کبله وغندله چې د دغه هېواد د ډارونې تاکتیکونه‌یې بللي دي.

دا انتقاد وروسته له هغې کېږي چې د کیوبا امنیتي ځواکونو د حکومت ضد اعتراضونو په درشل کې د یوه مخکښ مخالف کور کلابند کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې وویل: "د کیوبا له حکومته غوښتنه کوو چې د خلکو سوله‌ییزو غونډو او د حکومت د غچ اخیستنې او تاوتریخوالي له ډار پرته د خپل اواز پورته کولو ته د اجازې په ورکولو سره د کیوبا د خلکو حقونو ته درناوی وکړي."

په کیوبا کې چې کمونېست حکومت‌یې رهبري کوي، د اپوزېسیون رهبرانو په هاوانا او شپږو نورو ایالتونو کې د نن لپاره د لاریونونو غوښتنه کړې ده.

دوی د څه باندې ۶۵۰ بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه لري چې په جولای میاشت کې له بې‌سارو اعتراضونو راهیسې په بند کې دي.