د اروپا د چاپېریال ساتنې اداره: د هوا د ککړتیا له امله پر وخت مړینه کمه شوې

ککړه هوا

د اروپا د چاپېریال ساتنې اداره وايي، د هوا د ککړتیا له کبله، په اروپايي ټولنه کې د پر وخت مړینو اندازه تر پخوا کمه شوې ده.

خو دغه اداره وايي، په یوه کال کې یې په دې ټولنه کې د دې ستونزې له کبله د څه باندې ۳۰۰ زره کسانو مړینه ثبت کړې ده.

د اروپا د چاپېریال ساتنې ادارې په هغه راپور کې چې نن دوشنبه خپور شو ویلي، که د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د هوا د کیفیت د بهترۍ لپاره د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنې په پام کې ونیسي، د مړینو شمېر به نیمايي ته راکم شي.

په ۲۰۱۹م کال کې د هوا د ککړتیا له کبله په اروپايي ټولنه کې د درې لکه او ۷،۰۰۰ کسانو مړینه ثبت شوې چې تر دې د مخکېني کال په نسبت کموالی ښيي.

په ۲۰۱۸م کال کې د درې لکه ۴۶ زره کسانو مړینه ثبت شوې وه.