د بلغاریا په یوه روغتون کې د 'کووېډ-۱۹' څانګه کې اورلګېدنې ۳ کسان وژلي

بلغاریا

د بلغاریا چارواکي وايي، تېره شپه د یوه روغتون د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو په څانګه کې اورلګېدو درې ناروغان مړه کړي دي.

د سلیفن جنوبي ښارګوټي په مرکزي روغتون کې دغه اور پر ځايي وخت نن سهار وختي درې بجې په هغه خونه کې بل شو چې درې ناروغان په‌کې تداوي کېدل.

دوه کسان ځای پر ځای او درېیم کس وروسته د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

لګېدلی اور د اور وژونکو له‌خوا مړ شوی او چارواکي وايي چې د دې پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.