په افغانستان کې د ګوزڼ ۲ پیښې ثبت شوي

د پولیو واکسین ښځینه کارکووونکې

د افغانستان روغتیا وزارت یو چارواکی وایي، په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د پولیو د له‌منځه وړلو د اضطراري، ملي او عملیاتي برخې مشر ډاکټر ولي شاه مومن نن دوشنبه (د لړم په ۲۴مه) له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "له بده مرغه نوی راپور چې لرو دا دی چې په کندز
ولایت کې دوه نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دا یوه ښه خبره نه‌ده. مسؤلیت د پولیو د واکسین پخواني پروګرام ته راجع کېږي چې یا په‌کې اداري فساد و، یا ښه پوښښ نه‌ورکول کېده."

تر دې مخکې په روان کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو د یوې مثبتې پېښې راپور ورکړل شوی و.

په افغانستان کې د لړم یا عقرب میاشتې پر ۱۷مه د ګوزڼ پر وړاندې ماشومانو ته د واکسین ورکولو پروګرام پیل شو چې د طالبانو حکومت ویلي شااوخوا ۱۰ ملیونه ماشومان به واکسین شي.