د لیبیا د ټاکنو کمېسیون د راتلونکې میاشت ولسمشرۍ ټاکنو ته د پخواني دیکتاتور معمر القذافي د زوی سیفالاسلام قذافي د کاندېدو خبر ورکړی دی.
۴۹ کلن سیفالاسلام چې د نړیوالې جنایي محکمې لهخوا د ۲۰۱۰ کال د پاڅون پر مهال د جنګي جرمونو په تور تر تعقیب لاندې دی، د راتلونکې میاشتې ولسمشریزو ټاکنو ته د خپل هېواد په جنوب کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دفتر کې د نوماندۍ اسناد وړاندې کړي دي.
د لیبیا د انتخاباتو عالي کمېسیون پرون په یوه بیان کې وویل چې سیفالاسلام د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندیداتورۍ ټول قانوني شرایط پوره کړي دي.
وروسته له هغه چې د لیبیا پخوانی دیکتاتور واکمن معمر قذافي په ۲۰۱۱ کال کې د قهرجنو پاڅونوالو لهخوا ووژل شو او ۴۰ کلنه واکمني یې پای ته ورسېده، سیفالاسلام هم د یوې وسلهوالې ډلې لهخوا بندي کړای شو.
سیفالاسلام د ۲۰۱۷ کال په جون کې له پنځو کلونو حبس وروسته بېرته خوشې شو.