جرمني کې د افغانانو په ګډون ۱۶ کډوال په یوه لارۍ کې موندل شوي

د جرمني برلین ښار کې پناه غوښتونکي

د جرمني پولیسو ویلي چې ۱۶ تنه کډوال‌یې په یوه لارۍ کې موندلي.

پولیس وايي دا کډوال د ختیځې اروپا له هېوادونو په پټه لارۍ ته ختلي وو او غوښتل‌یې ځانونه جرمني ته ورسوي.

پولیسو دا کسان د باوریا سیمې اېرلانګین ښار ته نږدې له لارۍ کته کړي دي.

په دغو کسانو کې ۱۱ ماشومان هم شامل وو چې د راپورونو له مخې افغانان دي.

پولیسو ویلي د لارۍ چلوونکي د دغو خلکو په انتقال کې لاس نه‌درلود.