د کابل ښار چاودنه کې افغان خبریال حمید سيغاني وژل شوی

افغان خبریال حمید سیغاني

د کابل ښار لوېدیځې څنډې دشت برچي کې د پرونۍ چاودنې پر مهال افغان خبریال حمید سیغاني هم وژل شوی دی.

دا خبره د افغان خبریالانو مرکز پر خپله ټویټرپاڼه کړې ده او ویلې یې دي چې سیغاني د اریانا خصوصي ټلوېزیون خبریال و.

د سیغاني مېرمنې فوزیه وحدت چې خپله هم خبریاله ده، پر فېس‌بوک د خپل مېړه وژنه تأييد کړې ده او لیکلي یې دي، "حمید مې له لاسه ورکړ".

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې چاودنه کې چې په وینا یې ښایي د اورلګېدنې له کبله رامنځته شوې وي، یو ملکي کس وژل شوی او څلور ټپیان دي.

مجاهد زیاته کړې چې د چاودنې د څرنګوالي او لامل په اړه څېړنه پیل شوې.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې بیا د عیني شاهدانو په حواله د وژل شویو شمېر دوه تنه ښودلی.

روېټرز خبري اژانس د طالبانو د یوه چارواکي په حواله ویلي چې پېښه کې ۶ تنه وژل شوي دي.

تر اوسه روغتیايي سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه‌دي خپرې کړي.

د پرونۍ چاودنې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی منلی، خو په دې شعیه مېشته سیمه کې له دې وړاندې داعش وسله‌والې ډلې ورته بریدونه کړي دي.