ننګرهار کې د 'ختېځ' په نوم يوه فابریکه د ورځې ۳،۵۰۰ کیلوګرامه شیدې پروسس کوي

ارشيف، شيدې

په ننګرهار کې د ختیځ په نوم د لبنیاتو فابریکه توانېدلې په ورځ کې ۳،۵۰۰ کیلوګرامه شیدې پروسس کړي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، په جلال‌اباد کې دغه فابریکه شیدې په لوړ کیفیت پروسس کوي چې د شیدو د ساتلو ترڅنګ، مستې، تروې، چکه، پېروی، ملايي او پنېر تولیدوي.

تر دې مخکې د خصوصي فابریکو او کارځایونو خاوندانو ویلي وو چې د وروستیو تحولاتو له کبله‌یې کار و بار اغېزمن شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغه هېواد اقتصادي وضعیت په خرابېدو دی.