د امریکا پوځي اډو کې افغانان: د ژمي لپاره کافي امکانات نه‌لرو 

افغانان په يوه امریکایي کمپ کې

د امریکا متحده ایالاتو په پوځي اډو کې ځای پر ځای شوي لسګونه زره افغان پناه غوښتونکي وايي، د ژمي لپاره کافي امکانات نه‌لري.

د هفنګټن پوسټ ورځپاڼې د پروني راپور له مخې، د دغو افغان پناه غوښتونکو شمېر ۵۰ زرو ته رسېږي، که څه هم په بشپړ ډول واکسین شوي هم دي، لا هم په پوځي اډو کې پراته دي.

د امریکا د دفاع وزارت د راپور له مخې، په پوځي اډو کې د پرتو افغانانو ۴۴ فیصده‌یې ماشومان دي.

په دغو پوځي اډو کې پرتو پناه غوښتونکو ورځپاڼې ته ویلي چې د ژمي له راتګ سره دوی تاوده کالي نه‌لري او په پوځي اډو کې له سړو کړېږي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، له اګسټ میاشتې راهیسې د قطر له لارې یو لک او ۲۴ زره کسان له افغانستانه ایستل شوي دي.

هفنګټن پوسټ وايي، د اګسټ له ۱۷مې امریکا ته شااوخوا ۷۰ زره افغانان لېږدول شوي دي.

دغه پناه غوښتونکي د اسنادو تر پروسس کېدو، واکسین او د قرنطین مودې تر تېرولو وروسته له پوځي اډو یا لنډمهاله کمپونو، نورو استوګنځیو ته انتقالېږي.