د اندراګاندي روغتون رییس: د خوارځواکه ماشومانو شمېر په ډېریدو ده

د اندراګاندي روغتون

په کابل کې د ماشومانو لپاره د اندراګاندي روغتون رییس وايي، دې روغتون ته د خوارځواکۍ له کبله د رنځورو ماشومانو د راوړلو شمېر په زیاتېدو دی.

ډاکټر نورالحق یوسفزي ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم دقیق ارقام نه ورکوي، خو وايي، د خوار ځواکۍ ځپلو ماشومانو شمېر ته په پام سره دوی په دې روغتون کې یو بل ځانګړی مرکز هم جوړ کړی.

ښاغلی یوسفزی وايي، په دې مرکز کې هغو ماشومانو ته چې د لوړې- متوسطې کچې خوار ځواکي لري، ځانګړي خواړه ورکول کېږي: "د هغو ماشومانو لپاره چې په حاده- متوسطه خوارځواکۍ اخته دي مشخص خواړه چې یوه اندازه لرو، د پنځلسو ورځو لپاره پیلوو."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکل له مخې سږکال ښايي تر ۲۲ لکو پورې افغان ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته شي چې د دغه سارمان په وینا له دې شمېر څخه یو میلیون د مړینې له خطر سره مخامخ دي.