د خېبرپښتونخوا په باجوړ ایجنسۍ کې ماین چاودنې دوه پولیسان وژلي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د خېبرپښتونخوا په باجوړ ایجنسۍ سیمه کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي دي.

د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې دا چاودنه نن شنبې د باجوړ په راغه ګانو سیمه کې شوې ده.

د باجوړ د پولیسو ویاند مشال راډیو ته وویل، دواړه پولیس افسران په سیمه کې د برېښنا بند ته په نژدې پوسته کې د امنیت په مقصد ګومارل شوي وو.

هغه زیاته کړه چې د برید کوونکو د موندنې لپاره عملیات پیل شوي دي.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

باجوړ ایجنسي تر هغه وخته چې د پاکستان پوځ په دې سیمه کې عملیات نه وو کړي د پاکستاني طالبانو د تحریک ټي ټي پي مهم مرکز بللی کېده.

دې ډلې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو سختې حملې کولې خو د سې شنبې په ورځ یې د پاکستان له حکومت سره پر يو میاشتني اوربند موافقه وکړه.

د یو بل خبر له مخې په کوټه کې هم نن د پولیسو پر یو موټر چاودنې یو پولیس او څلور نور کسان ټپیان کړي دي.

پولیس وايي، د لومړنیو معلوماتو له مخې چاودېدونکي مواد په یوه موټر سایکل کې ځای پرځای شوي وو.

د دې چاودنې مسوولیت هم تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو په سیمه کې د ډېری پخوانیو حملو مسوولیت بلوڅ بېلتونپالو منلی دی.