یوې جرمنۍ ټولنې ۱۴۸ افغانان له افغانستانه واېستل

د کابل هوايي ډګر کې یوه الوتکه

یوې جرمنۍ ټولنې ۱۴۸ تنه افغانان چې د دې ټولنې په وینا په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې و، نن په یوه ځانګړې الوتکه کې له افغانستانه واېستل.

د کابل د هوايي انتقال په نوم دې ټولنې په یوه بیان کې ویلي دي چې په دې ډله کې د هوايي ترافیک د کنټرول دوه کار کوونکي چې پخوا یې په افغانستان کې د جرمني له پوځ سره کار کاوه، یوه جرمنۍ کورنۍ او یو شمېر نور کسان چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخامخ وو، هم شامل دي.

د جرمني حکومت له دې کبله له انتقادونو سره مخامخ و چې د خپلو افغان متحدانو په راایستلو کې یې چټک عمل نه دی کړی.

په اګسټ میاشت کې وروسته له دې چې جرمني ځواکونه له افغانستانه ووتل، جرمني په یوازې یوه الوتنه کې له افغانستانه خلک راایستلې دي.