افغانستان کې د ملي اردو د جوړېدو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر تازه څرګندونو غبرګونونه پارولي دي.
طالبان وايي، یوازې د پخوانۍ اردو له مسلکي کسانو کار اخلي او نورو سرتېرو ته یې د دوی په پوځ کې ځای نشته.
امیرخان متقي پرون په اسلام اباد کې دغه راز ویلي چې دوی د پخوانۍ اردو په څېر ګڼ شمېره اردو هم نه جوړوي.
د افغانستان د پخواني حکومت د دفاع وزارت یو ویاند جنرال محمد رادمنش وايي، سیمه ییزو شرایطو ته په پام طالبان پیاوړې اردو ته اړتیا لري، خو پاکستان یې نه پریږدي.
له ښاغلي رادمنش سره د ازادي راډیو خبریال اسدالله لودین مرکه کړې چې هغه په سر کې د اردو په اړتیا خبرې کوي.
دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5