کابل کې پر بې وزلو او اړمنو د کار په بدل کې د غنمو وېش پیل شو

ارشیف، یو شمېر کاریګر

په کابل کې د بې وزلو او اړمنو کسانو سره د‌ کار په بدل کې د غنمو ويش لړۍ پيل شوه.

د کابل ښاروالۍ د تنظيف رييس امان الله صافي نن شنبه (د لړم ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه لړۍ به تر راتلونکې شپږو ورځو پورې دوام وکړي.

د نوموړي په خبره، په دې پروسه کې هر تن ته په ورځني ډول د کار په بدل کې لس کيلو ګرامه غنم ورکول کېږي.

د ښاغلي صافي د معلوماتو له مخې، په دغه پروسه کې ۴ زره کسانو ته دا غنم ويشل کېږي چې نيمايي يې مېرمنې دي.

د طالبانو حکومت دغه بهير بې وزلۍ سره د مبارزې په هدف پيل کړی دی.