طالبان: د ننګرهار سپین غر کې د شوې چاودنې۳ تنه عاملان نیول شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

طالبان وايي چې امنیتي ځواکونو یې د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د پرونۍ چاودنې ۳ تنه عاملان نیولي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ماښام پر ټویټر ولیکل چې د دې چاودنې له عاملانو سره به د اسلامي شریعت له حکمونو سره سم چلند وشي.

ښاغلي مجاهد نه دي ویلي چې دا حمله د کومې ډلې کسانو کړې وو او نور جزییات یې هم نه دي ورکړي.

د سپین غر ولسوالۍ په تریلي سیمه کې پرون د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنې د چارواکو په وینا درې لمونځ کوونکي ووژل او پنځلس نور یې ټپیان کړل.

سیمه ییزو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې ماین د جومات په محراب کې ایښودل شوی و.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو په ننګرهار او په تېره د سپین غر ولسوالۍ په تریلي سیمه کې د راپورونو له مخې داعش ډله فعاله ده.