د تاجکستان له ولسمشره د امریکا د کانګرس د ځینو استازو غوښتنه

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

د متحدوایالاتونو په کانګرس کې د ډموکرات او جمهوريپال ګوندونو استازو د تاجکستان پر ولسمشر امام علي رحمان غږ کړی چې د ازادي راډیو د تاجکي څانګې پر خبریالانو او د هغوی پر کورنیو د فشارونو او ګواښونو په ختمولو کې مرسته وکړي.

د کانګرس اتو غړو په یوه لیک کې چې د اکتوبر په ۲۹مه نېټه یې د تاجکستان ولسمشر ته استولی، لیکلي دي چې د ازادي راډیو د تاجکي څانګې له خبریالانو او د هغوی له کورنیو سره د بد چلند او ګواښونو او همدا راز د هغو خنډونو له کبله چې د تاجکستان حکومت د ازادي راډیو د ازادانه فعالیت پر وړاندې جوړ کړي دي، خپله اندېښنه څرګندوي.

په ۲۰۱۹ او په ۲۰۲۰ کال کې هم وروسته له دې چې د تاجکستان حکومت په دې هېواد کې د ازادي راډیو خبریالانو ته د کار د جواز له ورکولو ډډه وکړه، نو د کانګرس دوو غړو له تاجک چارواکو په ورته لیک کې غوښتي و چې د ازادي راډیو په فعالیتونو کې له لاسوهنو ډډه وکړي.