افغانستان لپاره امریکاي استازی: پر خراب بشري وضعیت تمرکز ډېر دی

کابل کې بې ځایه شوي کډوال

د افغانستان لپاره د امریکا نوي ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي، دمګړۍ ټول تمرکز په خرابه بشري وضعیت او د بیړنیو اړتیاوو په رسولو باندې دی.

وېسټ دا خبره په اسلام اباد کې د ترویکا پلس له ناستې وروسته په خپل ټوېټر کړې ده.

پرون د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازیو په اسلام اباد کې غونډه وکړه.

ټام وېسټ په خپل ټویټ کې زیاته کړې چې د ترویکا ګډونوالو په طالبانو غږ وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې خپلې هوکړې پوره کړي، ټولشموله حکومت جوړ او د ټولو خلکو په تېره بیا ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي.