امریکا: نړیوال دې د طالبانو پر وړاندې په یوه خوله عمل وکړي

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام‌وېسټ

امریکا له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه یو غږ شي او یو ډول عمل وکړي.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام‌وېسټ د ترویکا پلس له غونډې وروسته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "موږ ټول د انساني وضعیت د خرابېدو او د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو، له دې ډلې د ملګرو ملتونو په پراخه ملاتړ تمرکز کوو. نړیواله ټولنه باید په یو غږ او د یوه ګډ هدف لپاره یوځای عمل وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د ترویکا له غونډې وروسته، یوه اعلامیه خپره کړې او په کې یې هلته د بحث شوېو موضوعاتو او له طالبانو د غونډې د ګډو‌نوالو غوښتنې را اخیستې.

اعلامیه کې د ترویکا د غونډې د ګډونوالو له قوله پر طالبانو غږ شوی چې د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره کار وکړي، هغه حکومت چې د دوی په خبره، د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی ولري او د ښځو او نجونو په ګډون ټولو ته مساوي حقونه ورکړي.

په دې اړه نور: افغانستان لپاره امریکاي استازی: پر خراب بشري وضعیت تمرکز ډېر دی

د ترویکا پلس په پرونۍ غونډه کې امریکا، چین، روسیې او پاکستان ګډون کړی و او پر دې یې هوکړه کړې چې له طالبانو سره په داسې ډول ښکېل شي، څو دوی د منځ‌لارو او داسې پالیسو جوړولو ته وهڅوي چې یو باثباته او سوکاله افغانستان جوړېدو سره مرسته وکړي.

په دې اړه نور: د 'ترویکا پلس' غونډې پای او د افغانستان پر جدي وضعیت د ګډونوالو اندېښنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، د ترویکا غونډه کې له طالبانو وغوښتل شول چې له ټولو نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او په غوڅ دریځ هر هغه ترهګریز سازمان ته چې په دې هېواد کې فعالیت کوي، له‌منځه یوسي.

د طالبانو حکومت د ترویکا پلس د ناستې له اعلامیې او هلته د شوېو بحثونو هرکلی کوي، خو له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې له دوی سره په کړیو ژمنو وفا وکړي.

د طالبانو سرپرست حکومت د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی له نړۍ سره په خپلو ژمنو ولاړ دي: "د افغانستان له خاورې هېچا ته هم وخت نه ورکوو چې څوک تهدید کړي او دلته هم د هغو ډلو یا ډلې پر وړاندې چې هغه شوم اهداف لري د مخنیوي لپاره ډېر جدي یوو او مخنیوی مو هم کړی. موږ خپلو تعهداتو ته هم ژمن یوو، هغه تعهدات چې متحده ایالاتو سره شوي دي."

د طالبانو سرپرست حکومت د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د ټرویکا پلس له ۹مې غونډې وروسته، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم د غونډې له ګډون کوونکو استازو سره وکتل، خو دی د دې ناستې ګډونوال نه و.

ښاغلی متقی نن هم اسلام‌اباد کې دی او ورسره مل پلاوي یې له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره کتلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دې لیدنه کې ښاغلي متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر ودې او سیمه‌ییز اتصال خبرې کړي.

محمد نعیم زیاتوي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌ محمود قریشي هم افغان سوداګرو ته د پاکستان ټولو بندرونو ته د لاس‌رسي، د سوداګریزو موټرو د ازاد تګ راتګ، د مسافرو په برخه کې د تلو راتلو اسانتیاوو، د جلال‌اباد او پېښور ترمنځ د مستقیم سفر لپاره د بسونو د فعالیت پیل او د سوداګرو پر وړاندې د ستونزو د حل په برخه کې ژمنې کړي.

پاکستان له دې وړاندې هم په دې ټولو یادو شوېو برخو کې د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو ژمنې کړي، خو تر اوسه یې نه دي عملي کړي.

امیرخان متقي داسې مهال په پاکستان کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نږدې کېدو په اړه خبرې کوي چې روانه اوونۍ د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف وویل، د طالبانو حکومت د مخکني ګوښه کړل شوي جمهور رییس محمد اشرف غني په پرتله له دوی سره مخالفت نه دي.