د بشري حقونو د څار سازمان: افغانستان له سختې لوږې سره مخ دی

د کابل ښار یوه څنډه

د بشري حقونو د څار سازمان ( Human Rights Watch) وايي، افغانستان له سختې لوږې سره مخ دی.

دغه سازمان پرون په یوه مفصله اعلامیه کې لیکلي چې تمویلونکي هېوادونه، ملګري ملتونه او نړیوال مالي بنسټونه باید سمدستي د افغانستان د سقوط شوي اقتصاد او مات بانکي سیسټم د ژغورنې لپاره ودانګي، څو په مټ یې د پراخې لوږې مخه ونیول شي.

د دغه سازمان په اعلامیه کې راغلي، افغانان د لوږې له لاسه دې حد ته رسیدلي چې د کورنۍ ځينې ماشومان په تېره بیا نجونې پلوري څو خوراکي مواد او اړین توکي پرې واخلي.

د بشري حقونو د څار سازمان غوښتنه کړې چې امریکا او نور حکومتونه دې د بندیزونو پالیسیانې له نظره تېرې کړي او داسې دې عیارې کړي چې د بشري مرستو لپاره په نغدو پيسو محدودیت لرې شي.

د اګسټ له نیمايي د طالبانو په واکمنېدو د افغانستان نږدې لس میلیارده ډالره پیسې کنګل شوي چې د دغه هېواد د مخ په ځوړ اقتصاد یو لوی علت بلل کېږي.