د نوومبر ۱۲مه؛ د خبریال داعي د وژل کېدو لومړي تلین

د ازادي راډیو وژل شوی خبریال محمد الیاس داعي

نن د نوومبر دولسمه د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي د وژل کېدو له لومړي تلین سره برابره ده.

داعي یو کال وړاندې په همدې ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

مدثر دعوت د محمد الیاس داعي کشری ورور دی ازادي راډیو ته یې وویل: "د شهید داعي د قتل یو کار پوره شو، خو لا هم د هغه قاتل او د هغه د وژنې انګېزه موږ ته معلومه نه شوه."

د وخت حکومت، طالبان د داعي د وژنې مسوول وبلل. یو تورن کس هم په دې تړاو نیول شوی و او د اعتراف ویډیو یې خپره شوې وه.

که څه هم د طالبانو رسمي ویاندویانو د دې پېښې مسوولیت ونه مانه، خو دا پېښه یې ونه غندله.

له محمد الیاس داعي د مهرباني په نوم یوه وړه لور او د هغه مېرمن پاتې دي.