د ګرجستان پخواني ولسمشرساکاشویلي: په یو شرط اعتصاب پای ته رسوم

د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي

د ګرجستان پخواني ولسمشر میخایل ساکاشویلي منلې چې د اروپا د بشري حقونو د محکمې په غوښتنه به هغه وخت د نه خوړلو اعتصاب پای ته ورسوي چې ملکي کلنیک ته انتقال شي.

د عدلیې پخواني وزیر او د ساکاشویلي وکیل د نیکا ګوارامیا د پنجشنبې په ورځ دا خبره رسنیو ته وکړه.

په همدې حال کې د ګرجستان د عدلیې وزیر راتي بریګادزي پرون وویل چې ساکاشویلي به ملکي کلینیک ته نه انتقالېږي او د اعتصاب له پای ته رسېدو وروسته به بیا د روستاوي توقیفخانې ته یوړل شي.

تردې مخکې ساکا شویلي او د هغه پلویانو ویلي وو چې هغه د دوشنبې په ورځ د ګرجستان پلازمېنې تبلیسي ته څېرمه د زندان یوه روغتون ته د خپلې خوښې خلاف لېږدول شوی و.

د اروپا د بشري حقونو محکمې د چهارشنبې په ورځ له ساکاشویلي وغوښتل چې د نه خوړلو اعتصاب پای ته ورسوي.

ساکاشویلي له اته کلن جلاوطنۍ وروسته په ګرجستان کې د ټاکنو په درشل کې د اکتوبر په لومړۍ نېټه خپل هېواد ته ستون شو.

هغه تبلیسي ته په رسېدو د پولیسو له خوا ونیول شو او د نه خوړلو اعتصاب یې وکړ.