د بلاروس ګاونډي اروپایي هېوادونه: د کډوالو ناورین ممکن په پوځي شخړه واوړي

د بلاروس او پولنډ پوله

له بلاروس سره پر پوله پرتو اروپایي هېوادونو خبرداری ورکړی چې دغلته د کډوالو ناورین ممکن په پوځي شخړه واوړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلاروس او پولنډ ترمنځ پوله کې سلګونه پناه غوښتونکي د خوړو له کمښت او یخې هوا سره مخامخ دي او هڅه کوي چې پولنډ ته واوړي.

په دغو پناه غوښتونکو کې د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا اتباع شامل دي.

پولنډ پر بلاروس تور پورې کړی چې د سرحدي لانجو په برخه کې د "دولتي ترهګرۍ " رول لوبوي.

د پولنډ د دفاع وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، د بلاروس له‌خوا ورغلو پناه غوښتونکو د دوی پر سرتېرو د ډبرو ګزارونه کړي او د اغزن سیم او پنجرو ماتولو ته‌یې مخه کړې.

د پولنډ دفاع وزارت ویلي، سرتېرو یې په پناه غوښتونکو هوایي ډزې کړې دي.