خوست کې د کرونا ویروس د تشخیص 'پي.سي.ار' لابراتور پرانیستل شو

په خوست کې د کرونا وایروس د تشخیص لابراتور

په خوست کې په لومړي ځل د روغتیا نړیوال سازمان په مالي لګښت د کرونا ویروس د تشخیص لپاره د 'پي.سي.ار' لابراتوار پرانیستل شو.

د خوست روغتیايي مسوولین وايي، پخوا به ناروغان د پي سي ار اړوند معایناتو لپاره پاکستان او نورو هېوادونو ته تلل، خو اوس مهال دا اسانتیا په خوست کې برابره شوه.

د روغتیايي مسوولینو په وینا په دې لابراتوار کې به د کرونا ویروس سربېره د'HBS,HCV,HIV' ویروسونو هم تشخیصېږي او په ورځ کې د ۱۵۰ معایناتو ظرفیت لري.

نن پنجشنبه (د لړم په ۲۰مه) د خوست د عامې روغتیا یو مسوول ډاکټر حبیب شاه انصاري ازادي ته وویل چې په دې ولایت کې د پي سي ار معایناتو ته جدي اړتیا وه او د پرله پسې غوښتنو وروسته نړیوال روغتیايي سازمان ورته د دې طبي ټکنالوژۍ اسانتیا برابره کړه.

په ورته وخت کې په خوست کې د طالبانو والي محمد نبي عمري وایي، دوی چمتو دي چې نړیوالو بنسټونو د فعالیتونو لپاره هر ډول مناسب شرایط برابر کړي.