پاکستان: د سوله ییز، باثباته افغانستان لپاره هڅې یو ګډ مسؤلیت دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د سوله ییز، باثباته، ازاد او نېکمرغه افغانستان لپاره هڅې یو ګډ مسولیت دی.

شاه محمود قریشي دا څرګندونې نن په اسلام اباد کې د ترویکا پلس غونډې په پرانیستونکې وینا کې کړي دي.

نوموړي وویل، ټول هېوادونه باید لاس سره یو کړي چې افغانستان له اوسني بشري ناورین نه وباسي: "ټول دا غواړي چې د افغانستان دننه ترهګریزو عناصرو پر خلاف ګټوره مبارزه وشي او موږ ټول غواړو چې افغانستان کې د کډوالۍ د یوه نوي ناورین مخه ونیسو. موږ ډاډمن یو چې د افغانستان له نوي حکومت سره د ترویکا پلس ملګرتیا به دغه هېواد کې سولې، ثبات او اقتصادي پراختیا ته زمینه برابره کړي."

د ترویکا پلس نننۍ غونډې اصلي ګډونوال د افغانستان لپاره د امریکا، چین روسیې او پاکستان ځانګړي استازي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی هم اسلام اباد کې دی او ټاکل شوې له دغو استازو سره جلا جلا لیده کاته ولري.