ملګري ملتونه: افغانستان کې د مرستې رسونې چارې ګړندۍ شوي

بې وزله افغانانو د مرستو اخیستو په حال کې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، افغانستان کې یې د مرستې رسونې چارې ګړندۍ کړي دي.

د دغه پروګرام اجرائیوي مشر ډیوېډ بېسلي وایي، افغانستان کې څه باندې ۲۲ میلیونه اړمن کسان شته او دوی هڅه کوي چې ټولو ته ورسېږي.

ښاغلي بېسلي نن سهار د کابل له هوایي ډګره یوه ویډیویي پيغام کې ویلي، د دغه شمېر اړمنو د لاسنیوي لپاره په میاشت کې ۲۳۰میلیونه ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

دی وایي: "تاسو پوهیږئ او ناورین سره بلد هم یئ، دلته شخړه وه، خو اوس پر اقتصادي پلانونو کار روان دی، دلته څه باندې ۲۲ میلیونه اړمن کسان شته، موږ خپلې چارې ګړندۍ کړي، د خوړو نړیوال پروګرام او نور ملګري سازمانونه یې هڅه کوي چې افغانستان کې د خلکو ژوند وژغوري."

د خوړو نړیوال پروګرام او نورو مرسته کوونکو ادارو له وړاندې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د مرستې رسونې چارې پيل کړي، خو دا مرستې اړتیاوو ته په کتو ډېرې کمې دي.