ملګرو ملتونو افغانستان کې۲۳ نیم زره روغتیاپالانو ته تنخواوې ورکړي

د 'یو.اېن.ډي.پي' لوګو

ملګرو ملتونو په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې شااوخوا ۲۳ نیم زره روغتیایي کار کوونکو ته تنخواوې ورکړي چې نژدې اته میلیونه ډالره کېږي.

د رویټرز د راپور له مخې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې 'UNDP' او د روغتیايي مرستو نړیوال وجهي صندوق سازمان په ګډه هغه پروګرام بېرته احیا کړی چې د نړیوال بانک په مالي مرسته په افغانستان کې د پخواني حکومت په وخت کې عملي کېده او په اګسټ میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ځنډول شوی و.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، ملګري ملتونه افغانستان ته د نغدو پیسو په رسولو کې چې په دې هېواد کې د بشري ناورین، د اقتصاد، ښوونیز او روغتیایي سیسټمونو د دړې وړې کېدو مخه ونیسي، له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.

د آسیا - پاسفیک د سیمې لپاره د 'یو.اېن.ډي.پي' رییسې کني ویګناراجا Kanni Wignarajaرویټرز ته وویل: "موږ یوازې له روغتیایي سیسټم سره چې د دړې وړې کېدو په حال کې و، مخامخ نه و، بلکې مالي سیسټم هم ورته وضعیت کې و او یو چا باید اقدام کړی وای.مرستندویه نړیوال صندوق مالي خطر او موږ یې هم د عملي کېدو خطر په ځان ومانه او روغتیا پالانو ته مو معاشونه ورکړل."

نوموړې زیاته کړه چې موږ دا وښوده چې دا کار ممکن دی او په دې سره کیدای شي لږ تر لږه د خلکو اقتصاد وژغورل شي.

د روغتیايي مرستو نړیوال وجهي صندوق سازمان ۱۵ میلیونه ډالره مرسته بېله کړې وه چې اته میلیونه ډالره یې روغتیاپالانو ته تنخواوې ورکړي او پاتې ۷ میلیونه ډالره یې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې په لومړنیو روغتیایي خدمتونو لګول شوي دي.