طبي ډاکټران وايي چې نشه يي مواد بېلابېل ډولونه لري چې هر یو یې ځانته اغېزې او نښې نښانې لري، د بېلا بېلو نشه يي توکو معتادین پر یوه ځای بستري کول د درملنې بهير ټکنی کوي او یو بل ته خپلې منفي تجربې انتقالوي.
دا چې پر یوه ځای د بېلابېلو نشه يي موادو معتادین بستري کول نورې څه ستونزې لري او څنګه کولی شو چې د دې ستونزې مخه ونیسو؟
ازادي راډیو په دې اړه د معتادینو د درملنې له متخصص ډاکټر واحد الله کوشان سره مرکه کړې او په پیل کې يې پوښتلی چې بايد د څه ډول نشه يي موادو معتادین یو ځای بستري کړل شي؟
دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5