جرمني: له کابله ۳۲۹ جرمني اتباع او افغان همکاران راځي

ارشیف، د کابل هوايي ډګر

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وایي، له افغانستانه د جرمني اتباعو او افغان همکارانو او کورنیو لومړنۍ چارتر الوتکه پرون له کابله والوته.

دغه وزارت پرون چهارشنبه پرخپله ټویټرپاڼه دا اعلان وکړ او ويې ویل چې الوتکه کې ۳۲۹ کسان سپاره وو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له قطره مننه کړې چې دې الوتنې ته یې د خوندي سفر زمینه برابره کړې ده.

د راپورونو له مخې تراوسه امریکا او نورو متحدانو یې شااوخوا ۱۲۵ زره افغانان له هېواده ایستلي دي.

دوی کې هغه کسان او کورنۍ یې شاملې دي چې تېرو شلو کلونو کې یې له بهرنیو سره کار کړی دی.