د نوې ډېلي نننۍ غونډه: له افغانانو سره دې بېړنۍ بشري مرستې وشي

ارشیف، د نوې ډېلي ښار یوه څنډه

د سیمه‌ییز امنیت په نوم په نوې ډېلي کې د نننۍ غونډې د پای په اعلامیه کې په افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت ته اندېښنه ښکاره شوه او ټینګار وشو چې له افغانانو سره دې بېړنۍ بشري مرستې وشي.

د کوربه هېواد هند ترڅنګ د روسیې، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان د ملي امنیت سلاکارانو په دې غونډه کې برخه واخیسته.

پاکستان ته هم هند په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موید یوسف تېره اوونۍ وویل چې په دې غونډه کې برخه نه‌شي اخیستلی.‎

د غونډې په اعلامیه کې راغلې دي چې ورته بله غونډه به راتلونکی کال هم جوړه شي.