لسګونه افغان پیلوټان او ځیني نور کډوال له تاجکستان څخه اماراتو ته ورسېدل

ارشیف، د دوبۍ هوايي ډګر کې د متحده عرب اماراتو پولیس

هغه الوتکه چې د امریکا له لوري روزل شوي افغان پیلوټان او یو شمېر نور کډوال په‌کې وو متحده عرب اماراتو ته ورسېده.

دا الوتکه تېره شپه د تاجکستان له پلازمېنې والوته. په لسګونه افغان پیلوټان له نږدې درې میاشتو راهیسې د پلازمېنې دوشنبې بهر په یوه استراحت ځای کې په توقیف کې وو. دوی وروسته له دې له افغانستانه ووتل چې طالبانو کابل ونیو.

په دوشنبه کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت وویل چې په دې الوتکه کې ۱۹۱ افغانان وو چې ۱۴۳ یې هغه پیلوټان وو چې په تېرو دوو لسیزو کې امریکا روزلي وو.

ټاکل شوې ده چې دا کډوال بیا د امریکا متحده ایالاتو ته ولېږدي.