طالبان: د داعش خراسان څانګې سلګونه کسان مو نیولي

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

طالبانو د داعش خراسان څانګې د سلګونه کسانو د نیولو خبر ورکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل: "داعش دلته تر کنټرول لاندې دی، یو ستر ګواښ نه‌دی. په دې نږدې درې میاشتو کې د دوی ۶۰۰ تنه نیول شوي دي."

مجاهد زیاته کړه چې د امریکا له متحده ایالاتو سره طالبانو ژمنه کړې ده چې نه په افغانستان کې ترهګرې ډلې پرېږدي او نه به چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې بهر برید وکړي.

وروسته تر دې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو داعش خراسان څانګې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو له لارې په لسګونه ملکیان او یو شمېر طالبان وژلي دي.