له پوتین د مېرکل غوښتنه: بلاروس پرې نه‌ږدئ چې کډوال غیر انساني وسیله وګرځوي

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل نن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته زنګ وواهه او له هغه‌یې وغوښتل چې بلاروس پرې نه‌ږدي چې له کډوالو د یوې غیر انساني وسیلې په توګه استفاده وکړي.

اغلې مېرکل په داسې وخت کې دا غوښتنه د روسیې له ولسمشره کړې ده چې پولنډي چارواکي پر پوله د لسګونو کډوالو د نیولو خبر ورکړ.

د مېرکل ویاند ستیفان سیبرت نن پر ټویتر د صدراعظمې په وینا ولیکل چې له کډوالو په دې ډول استفاده کول انساني عمل نه‌دی او د منلو نه‌دی. مېرکل له ولسمشر پوتین څخه هیله وکړه چې د بلاروس پر مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا له خپل اغېزه استفاده وکړي.

په وروستیو میاشتو کې د منځني ختیځ، جنوبي اسیا او افریقا په زرګونه کډوال په غیر قانوني ډول د بلاروس له لارې د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو پولنډ، لاتویا او لیتوانیا ته داخل شوي دي.

اروپایي ټولنې د بلاروس پر حکومت چې د پروسږکال له انتخاباتو وروسته‌یې مظاهره‌چیان وځپل یو لړ بندیزونه ولګول.

اروپایي ټولنه اوس الکساندر لوکاشینکا تورنوي چې له کډوالو د یوې داسې وسیلې په توګه استفاده کوي چې له اروپایي ټولنې د بندیزونو انتقام واخلي.