د امیرخان متقي په مشرۍ یو طالب پلاوی اسلام اباد ته ځي

د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی نن اسلام اباد ته ځي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "یو پلاوی د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ پاکستان ته په لسم تاریخ ځي او له پاکستاني لوري سره پر یو شمېر مشترکو موضوعاتو خبرې کوي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ښاغلی متقي به د دې سفر پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره، پاکستان ته د افغانانو د ویزو د مسالې ترڅنګ پر یو لړ دوه اړخیزو موضوعاتو وغږیږي.

وروسته تردې چې طالبانو د اګسټ په پنځلسمه نېټه کابل ونیو دا پاکستان ته د امیرخان متقي لومړی سفر دی.