پولنډ له بلاروس سره ختیځه پوله وتړله

د پولنډ او بلاروس ترمنځ پوله کې یو شمېر کډوال

پولنډ له بلاروس سره ختیځه پوله تړلې او مېنسک وارسا ته د هر پاروونکي اقدام په وړاندې خبرداری ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې پولې د کډوالو د اوښتو بحران چې اروپایي ټولنې یې د خطر زنګ کړنګولی، روان دی.

نن سهار وختي د بروژي کوزنیڅه د پولې له تړل کېدو سره یو شمېر کډوالو هڅه وکړه چې د اغزن سیمونو کټارې ماتې کړي او د اروپایي ټولنې غړي، پولنډ ته ننوځي.

د پولنډ صدراعظم ماتیوژ موراویسکي نن په یوه ټویټ کې ولیکل چې د ټولې اروپایي ټولنې ثبات او امنیت په خطر کې دی او په پوله کې د کډوالو د بحران ملامتي یې د الکساندر لوکاشینکا په مشرۍ د بلاروس د حکومت له‌خوا تنظیم شوې داسې حمله بللې چې د ده په وینا دوه‌ګوني هدفونه تعقیبوي.

د بلاروس دفاع وزارت په غبرګون کې دغه ادعاوې بې‌بنسټه بللي او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې وارسا ته د بلاروس ضد هر ډول پاروونکو اقداماتو په وړاندې خبرداری ورکړی دی.