د طالبانو رئیس‌الوزرا د الله ګل مجاهد د وهلو ډبلو قضیې د څېړلو سپارښتنه وکړه

د ولسي جرګې پخوانی غړی الله ګل مجاهد

د طالبانو د حکومت د رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د وزیرانو شورا په نننۍ غونډه کې د یو لړ نورو مسئلو په اړه د پرېکړو ترڅنګ د استخباراتو عمومي ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د ولسي جرګې د پخواني غړي الله ګل مجاهد د وهلو ډبلو قضیه دقیقه وڅېړي او له عاملانو سره دې قانوني چلند وکړي.

دا خبره د چارو د ادارې لوی ریاست په خپله وېب‌پاڼه کې د وزیرانو شورا د نننۍ غونډې په اړه په یوه خپاره کړي بیان کې کړې ده.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې په ځینو وېډیوګانو کې ښکاري چې وسله‌وال کسان له نوموړي سره بد چلند کوي. په خپله مجاهد طالبان له ده سره په بد چلند تورن کړي دي.

مجاهد له دې مخکې چې طالبان په افغانستان کې واک ته نه‌و رسېدلي، ډېر ځلې د دې ډلې ضد څرګندونې کړې وې.