پاکستاني طالبان: حکومت سره اوربند شوی، سرله نننه به اعتبار لري

پاکستاني طالبان

پاکستاني طالبانو تایید کړه چې له حکومت سره یې اوربند کړی چې سرله ننه به اعتبار لري.

د پاکستان حکومت پرون دوشنبې اعلان وکړ چې د یوې میاشتې په مخه یې د تحریک طالبان پاکستان له ډلې 'TTP' سره اوربند کړی دی.

د پاکستان د حکومت ویاند او د اطلاعاتو وزیر فواد چودري په یوه ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان او حکومت ترمنځ اوربند ته د زمینې په برابرولو کې مرسته کړې ده.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني په یوه بیان کې وویل چې دغه اوربند به د یوې میاشتې په مخه د ډسمبر تر نهمې نېټې پورې دوام ولري او په دې موده کې به دواړه لوري یوه کمېټه جوړوي چې خبرو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې دواړه لوري به د اوربند درناوی وکړي.

د تحریک طالبان پاکستان سخت دریځه ډله په ۲۰۰۷ میلادي کال تاسیس شوې او په تېرو ۱۴ کلونو کې د دې ډلې له خوا په ترسره شوېو حملو کې په زرګونو کسان وژل شوي دي.