وېسټ: واشنګټن طالبانو سره د استخباراتي خبرو بل پړاو ته تیاری نیسي

د افغانستان لپاره د امریکا نوی ځانګړی استازی او د زلمي خلیلزاد ځای‌ناستی ټام وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، واشنګټن په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت سخت دریځې ډلې د حملو د زیاتېدو په اړه اندېښمن دی.

ټام وېسټ پرون دوشنبه (د لړم ۱۸مه نېټه) د ټیلیفون له لارې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، واشنګټن غواړي چې طالبان د داعش پرضد بریالي شي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو نوي استازي همدا راز وویل، واشنګټن له طالبانو سره د خپلو استخباراتي ادارو د خبرو بل پړاو ته تیاری نیسي.

ده له طالبانو سره د امریکا د استخباراتي ادارو د بل پړاو خبرو د نېټې په اړه څه ونه ویل خو ویې ویل چې دا خبرې به په د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.