پروان کې د انسان تښتوونکو له منګولو یو ماشوم وژغورل شو

ارشیف، د پروان یوه څلورلارې

د پروان امنیتي چارواکي د انسان تښتوونکو له منګولو د یوه ماشوم د ژغورنې خبر ورکوي.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ملا اول ګل ازادي راډیو ته وویل چې دا ۱۲ کلن ماشوم د بلخ ولایت اوسېدونکی و.

ښاغلی اول ګل زیاتوي: "اختطافونو په پروان کې پخوانی تاریخ درلوده، خو اوس همدا یوه پېښه شوې ده او په دې قضیه کې هم د اسلامي امارت مجاهدینو اقدام وکړ او ماشوم سمدستي په لاس راغی."

دې طالب چارواکي وویل چې تښتول شوی ماشوم د هغه پلار ته سپارل شوی دی، خو د اختطاف د علت په اړه‌یې څه ونه‌ویل.