د قزاقستان په اقتاو کې چاودنې یوه دوه پوړیزه ودانۍ ویجاړه کړه

ارشیف؛ قزاقستان

د قزاقستان په بندري ښار اقتاو کې یوې لویې چاودنې یوه دوه پوړیزه ودانۍ چې یوه کافه په‌کې وه، ویجاړه کړه.

په منګیستاو سیمه کې د بېړنیو چارو وزارت اړوندې ادارې نن وویل دا چاودنه تېره شپه ناوخته د کسپین سمندرګي پر غاړه په دې پراته ښار کې وشوه.

د دې پېښې د تلفاتو په اړه تر اوسه جزئیات نه‌شته، خو د ژغورنې ډلې د نړېدلې ودانۍ په کنډوالو کې د احتمالي قربانیانو لټه کوي.

چارواکو ویلي دي چې د چاودنې پر مهال په کافې کې څوک نه‌و.

د دې چاودنې غږ د دې ښار چې شااوخوا دوه لکه اوسېدونکي لري، په ټولو سیمو کې واورېدل شو.